د اوبو او انرژي وزارت او د ډنمارک د همکاري موسسې (DRC) تر منځ د همکاري هوکړه لیک لاسلیک شو

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۲ - ۱۵:۱۳
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین، ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده د خپل کار په دفتر کې د ډنمارک د همکاري موسسې (DRC) له مسئولې، میرمن جوایس لګلیش سره د اوبو پراختیایې پروژو د تطبیق په هکله د ګډو همکاريو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د اوبو ښاغلي معین، د یاد هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال وویل، چې افغانستان د اوبو د مدیریت په برخه کې د ملي او نړیوالو مؤسسو ګډې همکاري ته اړتیا لري او د اوبو او انرژي وزارت د رهبري مقام ددې ګدو همکاریو هرکلی کوي.

د یادولو وړ ده، چې ددې هوکړه لیک پر بنسټ، یاده مؤسسه د اوبو مدیریت د پراختیایي پروژو د تطبیق او د افغانستان خلکو ته د څښاک اوبو په رسولو کې د اوبو او انرژي وزارت سره همکاري کوي.

User account menu