د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزیر د بنګله‌دېش هېواد د علماوو او پانګوالو له یوې ډلې سره وکتل

MEW-Media
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۴:۵۵
1

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور نن، یکشنبه( د ۱۴۰۴ هـ. ل کال د وږي ۳۰) د دغه وزارت د غونډو په تالار کې د بنګله‌دېش هېواد د علماوو او پانګوالو له یوې ډلې سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د بېلابېلو دیني، سیاسي او اقتصادي موضوعاتو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د اوبو او انرژي وزیر په خپلو خبرو کې وویل، چې د اسلامي امارت د زیار او هڅو له برکته، نن په افغانستان کې شرعي نظام حاکم، عدالت او روڼتیا تامین او د اقتصادي ودې لپاره زمینه چمتو شوې ده. هغه زیاته کړه چې د اسلامي امارت له بیاواکمنېدو څخه تر اوسه پورې په هېواد کې د اوبیزو سرچینو د مدیریت او د انرژي د پراختیا په برخه کې ارزښتناک اقدامات تره شوي چې د افغانستان د ملت لپاره مهمې لاسته راوړنې ګڼل کېږي.

ښاغلي منصور د انرژي د تولید په برخه کې د افغانستان د پراخو وړتیاوو او سرچینو ته په اشارې سره ټینګار وکړ، چې په هېواد کې د پانګونې لپاره له هره پلوه زمینه چمتو شوې او د اسلامي امارت مسؤلین هم د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې لپاره ټولې اړینې آسانتیاوې چمتو کړې دي.

د دغې لېدنې په دوام کې، د بنګله‌دېش هېواد علماوو او پانګوالو د اسلامي امارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو د ستایلو ترڅنګ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا او په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د اقتصادي او پانګونې په برخو کې پر هر اړخیزې همکاري باندې ټینګار وکړ.

دغه لیدنه په صمیمانه فضا کې د خیر دعا په ویلو، د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د ښو اړیکو د پياوړتیا او په هېواد کې د اسلامي نظام د لا پياوړتیا په غوښتولو سره پای ته ورسېده.

 

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

بیرته تګ

User account menu