په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي
۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل
په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، په چټکۍ سره روانې دي.
د یادې پروژې چارې د سیمې د کیندنې او هموارکاري، احاطې دېوال او نورو برخو کې په چټکۍ سره پرمخ وړل کېږي، او د سیمې د توپوګرافي، ټولنیزې او اقتصادي سروې او ماین پاکي چارې تر دې وړاندې بشپړې شوې دي.
همدغه راز، د غزني والي محترم ملا ولي جان حمزه د عزیزي انرژي شرکت مسؤلینو او مل پلاوي ته د هر اړخیزې همکاري ډاډ ورکړ.
