دسمنګان سیندیزې فرعي حوزې رئيس خلکو ته د پر وخت اجراآتو د ترسره کولو او رښتیني خدمتونو د وړاندې کولو ډاډ ورکړ

دسمنګان سیندیزې فرعي حوزې رئيس خلکو ته د پر وخت اجراآتو د ترسره کولو او رښتیني خدمتونو د وړاندې کولو ډاډ ورکړ
دسمنګان سیندیزې فرعي حوزې نوی ټاکل شوی رئيس محترم مولوي محب الله عادل د سمنګان له والي محترم الحاج مولوی محمدشعیب رسالت سره د پېژندګلوي ناسته ترسره کړه.
په دغه لیدنه کې، د سمنګان والي د سمنګان سیندیزې فرعي حوزې نوي رئيس ته د مبارکي ویلو ترڅنګ خلکو ته د خدمتونو وړاندې کول سپیڅلي دنده و بلله او د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د همکارانو د لا زیاتې همکاري غوښتنه وکړه.
همدغه راز، دسمنګان سیندیزې فرعي حوزې رئيس په دغه لیدنه کې د پر وخت اجراآتو د ترسره کولو او خلکو ته د رښتیني خدمتونو د وړاندې کولو ډاډ ورکړ.