کندهار ولایت کې د اوبو سکتور تخنیکي کړنلارو او برنامو د فعالیتونو څارنه او ارزونه وشوه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۹:۵۸
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معینیت تر چتر لاندې د څارنې او ارزونې ریاست پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د اوبو سکتور پورې اړوند تخنیکي کړنلارې، برنامې او روان فعالیتونه وارزول.

د څارنې موخه، د پروژو د کیفیت ارزونه، د ستونزو پېژندنه، د چارو شفافیت او د اصلاحاتو لپاره وړاندیزونه وو. د ارزونې پر مهال له اړوندو ادارو سره ناسته هم ترسره شوه او لازمي مسلکي لارښوونې ورکړل شوې.

مسؤولینو ټینګار وکړ چې یاد بهیر به مرسته وکړي، ترڅو پروژې د ملي پالیسیو او تخنیکي معیارونو مطابق تطبیق شي، او د اوبو د سرچینو د اغېزمن مدیریت له لارې د خلکو اړتیاوې به په ښه ډول پوره شي.

د یادونې وړ ده، چې د اوبو او انرژي وزارت د هېواد په کچه د خدماتو د کیفیت لوړولو او د اوبو سکتور د معیاري کولو په برخه کې د څارنې او ارزونې پروسې ته جدي پاملرنه کړې ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د دوهمې حصې بهسودو ولسوالي اړوند په دامن خلیل کلي کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

یاد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۵:۳۲
Background image

په هلمند ولایت کې د نهرسراج کانال د سربند پروژې چارې شاوخوا ۴۸ سلنه بشپړې شوې دي

 

۱۴۴۸/۳/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۱ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو په سنګین ولسوالي کې د نهرسراج کانال د سربند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد سربند چارې چې د. . .

بیرته تګ

User account menu