کاپیسا ولایت کې د څلورو عمومي کانالونو د پاکاري چارې پیل شوې

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۹:۵۲
1

کاپيسا ولایت کې د ریګروان، شاخ آب، افغان او ده بابي کانالونو د پاکاري چارې د کاپيسا ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې د یوه عمومي حشر په ترڅ کې پیل شوې.

نوموړي کانالونه په ټوله کې د ۱۰۲ کیلو متره اوږدوالي په درلودلو سره د ۲۱ زره هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري او ټاکل شوې ده، چې د پنځه ورځو په ترڅ کې پاکاري شي.

له بلې خوا، د کاپیسا ولایت د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د قول بابر کلي د سربند او کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته د نیمګرتیاوو د هوارولو او د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

بیرته تګ

User account menu