کابل کې مېشت د روسیې سفارت استازي او د درېیو معتبرو روسي شرکتونو مسؤلینو په افغانستان کې د اوبو او انرژي په پروژو کې پانګونې ته چمتووالی څرګند کړ

MEW-Media
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۱:۳۱
۱

نن، چهارشنبه، د ۱۴۰۴ هـ. ل کال د تلې د میاشتې ۲۳ د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب او ورسره مل د دغه وزارت یو شمېر تخنیکي رئيسانو د انرژي معینیت د غونډو په تالار کې په کابل کې د روسیې سفارت د استازي او د اوبو او انرژي په سکتور کې د روسي فعالو شرکتونو له یو شمېر مسؤلینو سره وکتل او خبرې، اترې وکړې.

په دغه لیدنه کې، د روسیې سفارت استازي او د روسي شرکتونو مسؤلینو په افغانستان کې په بنسټیزو پروژو په ځانګړې توګه د اوبو لېږد برخو، د اوبیزوبندونو جوړولو او برېښنا د تولید په پروژو کې د پانګونې لېوالتیا څرګندولو ترڅنګ، په دغو برخو کې د خپل هېواد د همکاري پر بشپړ چمتووالي باندې ټینګار وکړ. هغوی له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو لېږد پروژه د اړینو او حیاتي طرحو څخه وبلله او په پلي کولو کې یې خپله جدي لېوالتیا څرګنده کړه.

همدارنګه، د وزارت د انرژي معین او تخنیکي رئیسانو، د روسي لوري د دغه تصمیم او لېوالتیا د هرکلي ترڅنګ، له هغوی سره د نوموړو پروژو په هکله کلي معلومات شریک کړل او ډاډ یې ورکړ، چې د اوبو او انرژي وزارت په دغو برخو کې د هر ډول تخنیکي همکاري او د پانګونې اړوند بهیرونو د آسانتیاوو په برخه کې چمتو دی.

د انرژي معین او تخنیکی رئيسانو یادونه وکړه، چې په اوسنیو شرایطو کې، افغانستان د پراخو طبیعي سرچینو او د پانګونې لپاره د مناسبو فرصتونو درلودونکی دی او د افغانستان اسلامي امارت هم د اوبو او انرژي سکتورونو د ودې او پراختیا په برخه کې د هر مثبت اقدام هرکلی کوي، او په دې برخه کې به اړینه همکاري وکړي.

په پای کې، دواړو لورو د اړوندو بنسټونو ترمنځ د اړیکو پراخولو اوپر لا همغږیو باندې ټینګار وکړ او هوکړه یې وکړه، چې د چارو د چټک پرمخ وړلو په موخه دې په نږدې راتلونکې کې د دواړو لورو ترمنځ تخنیکي ناستې ترسره شي، ترڅو د عملي او اغېزمنو همکاریو لپاره زمینه چمتو شي.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

بیرته تګ

User account menu