چین هېواد کې د باغدرې برېښنا بند د ډبرو د مطالعاتو پروسه پرانیستل شوه

MEW-Media
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۰:۳۰
1

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي د انجنیري چوپړتیاوو مشورتي ریاست (واپیکا)  رئيس محترم انجنیر محمد اسماعیل عمار مموزي او ورسره مل تخنیکي ټیم چین هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد په کیومنګ ښار کې د پاورچینا شرکت له عمومي رئيس ښاغلي  yao zong  او د هغه شرکت د مطالعاتو او لابراتوارونو څانګې له مسؤلینو سره وکتل او د باغدرې برېښنا بند د چارو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

د نوموړي شرکت مسؤلینو د ښاغلي عمار مموزي او ورسره مل تخنیکي ټیم په شتون کې د  باغدرې برېښنا بند د ډبرو د مطالعاتو پروسه په رسمي توګه پرانیسته.

همدارنګه، ښاغلي عمار مموزي د نوموړي شرکت له عمومي رئيس څخه د باغدرې برېښنا بند د ډبرو د مطالعاتو په پروسه کې د کره پاملرنې غوښتنه وکړه.

په ورته مهال، د نوموړي شرکت عمومي رئيس د اوبو او انرژي وزارت پلاوي ته د نوموړي بند د ډبرو په مطالعاتو کې د کره پاملرنې د ډاډ ترڅنګ د هر راز همکاري ژمنه ورکړه.

د یادونې وړ ده، چې د باغدرې برېښنا بند د اوبو او انرژي وزارت یو له مهمو پروژه څخه ده، چې په جوړېدو سره به یې څه باندې ۲۴۰ مېګاواټه برېښنا تولید شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د دوهمې حصې بهسودو ولسوالي اړوند په دامن خلیل کلي کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

یاد. . .

بیرته تګ

User account menu