پکتیکا ولایت کې د پنځو سټيشنونو ساتنه او مراقبت ترسره شو
د پکتیکا د ګوملې سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او د اوبو او انرژي وزارت د ځمکې لاندې اوبو ریاست مسؤلینو په پکتیکا ولایت کې د پنځو سټیشنونو ساتنه او مراقبت ترسره او همدارنګه یې د ځمکې لاندې اوبو له څارنیزو څاګانو څخه هم څارنه وکړه.
همدارنګه، نوموړو مسؤلینو د اوبو اندازه ګیري ترسره او د رسوباتو بېلګې او د مارچ میاشتې ډیتا هم واخیستله.
