په لوګر ولایت کې د جوی شیخ کانال ټولنه جوړه شوه
د جوی شیخ کانال ټولنه د یوې ناستې په ترڅ کې د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او د یاد ریاست د یو شمېر نورو مسؤلینو په شتون کې جوړه شوه او محترم حاجي محمد نعیم د یادې ټولنې د رئيس او محترم حاجي محمد یونس یې د مرستیال په توګه وټاکل شول او سرټیفیکټ ورکړل شو.
ښاغلي آخندزاده د شیخ کانال د ټولنې رئيس او نورو مسؤلینو ته د چارو د غوره پرمخ وړلو په پار لازم هدایات ورکړل.
په ورته مهال، د لوګر سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي سلاکار په دې ناسته کې د ټولنې د اهمیت او مسؤلیتونو په هکله بشپړ معلومات وړاندې کړل.
