په ارزګان ولایت کې د اوبو لګولو دوه  پروژې د څه باندې پنځه سوه زره ډالرو په ارزښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲ - ۱۵:۲۱
1

د ارزګان ولایت د مرکز، ترینکوټ اړوند د سرې کلا چکډم او د یک لنګې سیمې د ګبیون چارې د  (۵۰۰۴۵۴) پنځه سوه زره، څلور سوه او څلور پنځوس آمریکایي ډالرو په ارزښت د ارزګان مرستیال والي محترم ملا باري ګل آخند، د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا وکیل احمد نقي، د FAO سازمان مسؤل ریچارډ ټرانچرډ او یو شمېر سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د نوموړو پروژو د ګټې اخیستنې پر مهال د یاد سازمان مسؤل څرګنده کړه، چې د اوبو د سطحي د لوړولو لپاره په پام کې لري، چې د ۷۰۰ نورو کوچنيو چکډمونو پروژې پلې کړي.

د دغو پروژو چارې د FAO سازمان په مالي ملاتړ د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېدې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۳:۵۷
Background image

سمنگان ولایت د دره‌ صوف بالا او دره ‌صوف پایین ولسوالیو کې د کشکک او چله ‌مزار کانالونو د پروژو د کار له جریان څخه څارنه ترسره شوه

د یادې پروژې چارې شاوخوا ۵ سلنه پرمخ تللي او د پروژې په ځینو برخو کې د ۲۸۰ مترو په اوږدوالي کانکریټ اچونه ترسره شوې ده.

د کشکک او چله‌ مزار کانالونو پروژې چارې په ټولیز ډول د ۴ کیلومتر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۲۴
Background image

لغمان ولایت قرغیو ولسوالي اړوند د عزیزخان کڅ بولډروال جوړونې پروژې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئیس مولوي شیرجان راشدي د تخنیکي ټیم په ملتیا د پروژې له روانو چارو څخه نظارت او ارزونه وکړه. د لیدنې پر مهال د پروژې کیفیت، تخنیکي معیارونه او د کار پرمختګ له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۱۸
Background image

پکتیکا کې له لسو کلونو وروسته وچ کاریز بېرته فعال شو.

پکتیکا ولایت د ګومل ـ پکتیکا فرعي سیندیزې حوزې مسؤلین وایي، د یوسف‌خېلو ولسوالي د خیربین سیمې «ګاري کاریز» چې له تېرو لسو کلونو راهیسې وچ شوی وو،  په سیمه کې د وهل شوو برمو د بندولو له. . .

بیرته تګ

User account menu