هلمند ولایت کې د ګله‌بید خاورین بند جوړونې چارې د نږدې ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې شوې

MEW-Media
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۴:۲۵
1

 د هلمند ولایت په واشیر ولسوالي کې د ګله‌بید خاورین بند جوړونې پروژه د ۱۹ میلیونه، ۶۷۹ زره او ۲۶۷ افغانیو په لګښت بشپړه او د هلمند د اوبو او انرژي رئیس محترم حاجي محمد یعقوب قائم او یو شمېر نورو سیمه ایزو مسؤلینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه خاورین بند د ۲۳۰ متره په اوږدوالي او ۱۲ متره لوړوالي سره د سیلابي اوبو د مهارولو او د هغه د ویجاړیو د مخنیوي او د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې په موخه جوړ شوی، چې د کابو یو میلیون متر مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.

د نوموړې پروژې چارې د ملګرو ملتونو د نړیوال پرمختیایي پروګرام په مالي لګښت د هلمند د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېدې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د دوهمې حصې بهسودو ولسوالي اړوند په دامن خلیل کلي کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

یاد. . .

بیرته تګ

User account menu