ننګرهار ولایت کې د چکنور کانال د اوبو ټولنه جوړه شوه
د اوبو او انرژي وزارت مسؤلینو او ورسره مل د ننګرهار د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د دغه ولایت لعلپورې ولسوالي ته سفر وکړ او د چکنور کانال د اوبو ټولنه جوړه او مسؤلین یې وټاکل شول.
همدارنګه، نوموړو مسؤلینو په نوموړې ولسوالي کې د کرنیزو ځمکو سروې هم ترسره کړه.
