ننګرهار ولایت کې د دوه کانالونو د بیارغونې او پاکاري چارې د څه باندې دوولس میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۶ - ۱۱:۸
1

د ننګرهار ولایت په ګوشتي ولسوالي کې د بایزي او خیربندي کانالونو د بیارغونې او پاکاري چارې د دوولس میلیونه، اته سوه او شپږویشت زره او نه سوه اووه شپیته افغاینو په ارزښت(۱۲۸۲۶۹۶۷) پيل شوې.

د یادو کانالونو په پاکاري سره به د سلګونو هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو زمینه برابره شي.

د دې پروژې چارې د ننګرهار سیندیزې حوزې د مسؤلینو ترڅارنې لاندې د UNDP سازمان په مالي ملاتړ د اسلامیک ریلیف موسسې له خوا پلي کېږی او کار به یې د دریو میاشتو په موده کې بشپړ شي.

په ورته مهال، د ننګرهار سیندیزې حوزې مسؤلینو د یاد ولایت په سرخرود ولسوالي کې د بالا باغ کلي کې دیوه کانال د ساختماني چارو څخه څارنه ترسره کړه.

همدارنګه د ننګرهار سیندیزې حوزې مسؤلینو په یاد ولایت کې د ۱۶ صنعتي او تولیدی فابریکو او موټر شویانو د اوبو ارقام را ټول کړل، ترڅو د هغوی د اوبو د لګښت لپاره منظم پلان چمتو شي او ورته د اوبو د سپما په هلکه لپاره لازمې سپارښتنې وشوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

بیرته تګ

User account menu