له غزني څخه  تر کندهار پورې د ۲۲۰ کیلو ولټه مزي د لېږد پروژې په هکله د همغږي ناسته ترسره شوه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۱/۶/۲۶ - ۱۶:۰
1

یاده غونډه د انرژي پروژو د کیفیت کنترول رئيس ښاغلي ناصر شاه وزیري، د افغانستان برېښنا شرکت د برنامو رئیس ښاغلي ډاکټر عبدالقاهر عابد، د قراردادي شرکت استازي او یو شمېر نورو تخنيکي مسئولینو په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې ، له غزني څخه تر کندهار پورې د ۲۲۰ کیلو ولټه مزي د لېږد پروژه له  قراردادي شرکت څخه برېښنا شرکت ته د اړتیا وړ همغږی او د یادې پروژې د لېږد د طی مراحلو په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.

د غونډې غړو د چارو د پرمختګ او ساحې ته د ګډ پلاوي د سفر په اړه د بحث او اندونو تر تبادلې  وروسته، د اړتیا وړ پریکړې ونیولي.

همدارنګه په یاده ناسته کې، د انرژي معینیت او د افغانستان برېښنا شرکت ترمنځ پر لازیاتې همغږي باندې ټینګار وشو.

د یادولو وړ ده، چې د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزرا د حکم پر بنسټ د اوبو او انرژي وزارت، د افغانستان برېښنا شرکت او د قراردادي شرکت ګډ پلاوي ته دنده سپارل شوې، ترڅو د غزني څخه تر کندهار پروې د ۲۲۰ کیلو ولټه مزي د ليږد پروژه له نږدې څخه وڅاري او د یادې پروژې د تطبیق په موخه یاده پروژه دې له قراردادي شرکت څخه د افغانستان برېښنا شرکت ته ولېږدوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

بیرته تګ

User account menu