غور ولایت کې د یوه چکډم پروژه د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

MEW-Media
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۰:۵۴
۱

د غور ولایت په دولینه ولسوالي کې د تربولاق زیرتنګی چکډم پروژه د ۹ میلیونه، ۱۰۵ زره او ۴۷۳ افغانیو په لګښت بشپړه او د غور د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا رحمت الله اماني، د هریرود- مرغاب عمومي حوزوي ریاست د سلاکار محترم انجنیر سید حسن فضلي، د غور ولایت مقام د استازي او یو شمېر نورو سیمه ایزو مسؤلینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

ښاغلي اماني د نوموړې پروژې ګټې ته د سپارلو په مراسمو کې د اوبو د ارزښت او سپما په هکله خبرې وکړې او د دغې پروژې له ګټې اخیستونکو څخه غوښتنه وکړه، چې ورڅخه په سمه توګه ګټه پورته او بنسټیز مراقبت یې وکړي.

د نوموړي چکډم زیرمه ایزه وړتیا ۶۵۰۰ متره مکعب ده،چې د اوبو د ضایعاتو د مخنیوي او د موسمي او دایمي اوبو د راټولولو په موخه جوړ شوی دی.

دغه چکډم د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجې څخه د غور د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې جوړی شوی، چې په نوموړې ولسوالي کې به د اوبو د کموالي ستونزې د هواریدو لامل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۴:۴
Background image

زابل ولایت کې د عمري ذخیروي بند د حفظ او مراقبتي پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د زابل ولایت د اوبو او انرژي رئیس ملا عبدالکریم ذوالفقار او ورسره مل تخنیکي ټیم په دغه ولایت کې د عمري ذخیروي بند د حفظ او مراقبتي پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۳:۵۳
Background image

سمنګان ولایت کې د کهنه ایبک عمومي کانال پاکاري ترسره شوه

سمنګان ولایت کې د کهنه ایبک عمومي کانال د سمنګان د اوبو او انرژي ریاست د مسؤلینو په لارښوونه پاکاري او هغه موانع چې د اوبو بهیر له خنډ سره مخ کړی وو، لرې شول او همدارنګه د ‌استفادې نه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۳:۲۰
Background image

د اوبو معینیت اونیزه تخنیکي ناسته د تخنیکي او تقنیني اسنادو د څېړلو او د راتلونکي پراختیایي پروژو د لیست چمتوکولو په هکله ترسره شوه

دغه ناسته د پنج شنبې په ورځ د ۱۴۰۴ هـ ل لمریز کال د تلې میاشتې په ۲۴ نېټه ، د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر ریاست لاندې د دغه معینیت د رئيسانو، سلاکارانو او تخنیکي مسؤلینو. . .

بیرته تګ

User account menu