غزني ولایت کې د سنګجوی لومان بند چارې ۷۵ سلنه پرمخ تللې دي

mew-admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۵:۸
1

د غزني د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د غزني ولایت په جاغوري ولسوالي کې د سنګجوی لومان بند د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د نوموړې پروژې چارې چې د سیمې د خلکو په مالي لګښت د غزني د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، تر اوسه پورې ۷۵ سلنه پرمخ تللې دي.

نوموړی بند د ۴۰ متره په لوړوالي سره جوړیږي، او ترسه پورې پکې د ۲۶ متره په لوړوالي سره اوبه زېرمه شوې او د چارو په بشپړېدو سره به یې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو ترڅنګ، تر ۲۰۰ کیلو واټه برېښنا هم تولید شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۰:۱۴
Background image

د آمو سیند څنډو د ټينګښت رئيس د بلخ له مرستيال والي سره وکتل

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي او ورسره مل د دغه ریاست د پلان او انجنيري آمر محترم انجنير بريالی طاهري بلخ ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له مرستيال والي محترم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۵:۱۹
Background image

د ځمکې لاندې اوبو سرچینو د ریاست کارکوونکو د وړتیا لوړولو په موخه درې ورځنی ښوونیز پروګرام پیل شو

دغه ښوونیز پروګرام د اوبو او انرژي وزارت، د اوبو سرچینو عمومي ریاست تر چتر لاندې د ځمکې لاندې اوبو سرچینو د ریاست له لوري، د یونیسف د محترمې مؤسسې په تخنیکي همکاري، د ځمکې لاندې اوبو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۵:۹
Background image

پنجشیر ولایت کې د دوو هایدرولوژیکي سټيشنونو د ساتنې او مراقبتي پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

د پنجشیر د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي فضل الله عادل د دغه ریاست د تخنیکي ټیم په ملتیا په پنجشیر ولایت کې د دوو هایدرولوژیکي سټيشنونو د ساتنې او مراقبتي پروژو د چارو له بهیر څخه. . .

بیرته تګ

User account menu