غزني ولایت کې د ده دولت د اوبو کوچنی ذخیروي بند (چکډم) له اوبو ډک شو

mew-admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۵:۴۷
1

د غزني ولایت په خواجه عمري ولسوالي کې د ده دولت د اوبو کوچنی ذخیروي بند (چکډم) د وروستیو اورښتونو له کبله له اوبو ډک شو.

له اوبو څخه د نوموړي بند په ډکېدو سره به د چینو او ژوروڅاګانو اوبه تغذیه او په کرنیزو حاصلاتو کې د پام‌وړ زیاتوالی راشي.

نوموړی بند د تېر کال په بهیر کې د ډي، آر، سي مؤسسې له لوري جوړ او ګټې اخیستنې وسپارل شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۳:۳۶
Background image

د میوند سولر سیسټم شرکت ته د ۷۵۰ کیلوواټه په وړتیا د لمریزې او حرارتي برېښنا د تولید جواز ورکړل شو

دغه جوازلیک د اوبو او انرژي وزارت د برېښنا چوپړتیاوو د تنظیم عمومي ریاست تر چتر لاندې د برېښنا مارکیټ د حقوقي ریاست له لوري د نوموړي شرکت مسؤلینو ته ورکړل شو.

د برېښنا مارکیټ حقوقي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۸:۴۸
Background image

پکتیکا ولایت کې د نهاري سیند د حریم ټاکلو او مسیر د خلاصون چارې په ښه توګه روانې دي

پکتیکا ولایت کې د نهاري سیند حریم او مسیر چې د خلکو له خوا غصب شوی وو او د اورښتونو او سیلابونو په وخت کې خلکو ته زیات مالي او ځاني تاوانونه اړوي، اوسمهال یې د حریم ټاکلو او مسیر د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۵:۴۷
Background image

غزني ولایت کې د ده دولت د اوبو کوچنی ذخیروي بند (چکډم) له اوبو ډک شو

د غزني ولایت په خواجه عمري ولسوالي کې د ده دولت د اوبو کوچنی ذخیروي بند (چکډم) د وروستیو اورښتونو له کبله له اوبو ډک شو.

له اوبو څخه د نوموړي بند په ډکېدو سره به د چینو او ژوروڅاګانو. . .

بیرته تګ

User account menu