غزني ولایت اجرستان ولسوالي کې د سید خېلو ذخیروي او اوبولګولو بند تخنیکي سروې ترسره شوه.

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۱:۹
1

د غزني ولایت په اجرستان ولسوالي کې د ګل درې سیمې  اړوند د سیدخېلو د ذخیروي او اوبولګولو بند لومړنۍ ،ټولنیزه,چاپيریالي او ټوپوګرافي سروې ترسره شوه.

د سیدخېلو ذخیروي او اوبولګولو بند چي د اتفاق کوتل په خوړ باندې جوړیږي د اوبو اصلي سرچینه یې چینې, ژمنۍ واورې او موسمي بارانونه دي چې شاوخوا ۲  دوه متره مکعبه پرثانیه جریان لري، د سیدخېلو بند د جوړېدو څخه موخه د ژمني موسم د اضافي اوبو ذخیره کول,د ځمکې لاندې اوبو تغذیه , د سیلابونو مهار او د چاپیریال ښکلا  ده د سید خېلو ذخیروي او اوبولګولو بند چې شاوخوا  ۳ دري میلیونه متره مکعبه اوبه ذخیره کوي، ۴۰۰۰  څلور زره جریبه  کرنیزه ځمکه ورڅخه خړوبیږي چې د ۹ کلیو څخه  ۱۰۰۰ زره کورنۍ او شاوخوا ۱۰۰۰۰ لس زره  نفوس به ورڅخه مستقیمأ مستفید شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د دوهمې حصې بهسودو ولسوالي اړوند په دامن خلیل کلي کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

یاد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۵:۳۲
Background image

په هلمند ولایت کې د نهرسراج کانال د سربند پروژې چارې شاوخوا ۴۸ سلنه بشپړې شوې دي

 

۱۴۴۸/۳/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۱ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو په سنګین ولسوالي کې د نهرسراج کانال د سربند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد سربند چارې چې د. . .

بیرته تګ

User account menu