زابل ولایت کې یوه تحکیماتي پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د زابل ولایت د شېنکي ولسوالي اړوند ګیرو سیمه کې یوه تحکیماتي پروژه د ۴ میلیونه، ۸۵۷ زره او ۵۳ افغانیو په لګښت بشپړه او د سیمهایزو مسؤلینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
نوموړې پروژه په ټوله کې ۲۸۷ متره اوږدوالی لري چې چارې يې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیايي بودجې څخه د ترنک قلات سیندیزې فرعي حوزې ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېدي.
د دغې پروژې ګټې ته په سپارلو سره به د سیلابونو د زیانونو د کموالي ترڅنګ، د کرنیزو ځمکو ،کورونو، د ولسوالي د ودانۍ، بازار او عامه تاسیساتو ساتنه هم وشي.
