د ۷۷ ترکي شرکت له مسؤلینو سره د کجکي برېښنا بند د پاتې چارو د بشپړېدو او د ستونزو د حل په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه.

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۶ - ۱۳:۳۲
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخند زاده د ۷۷ ترکي شرکت له رئیس ښاغلي سلیمان جلیو او د همدې شرکت له مرستیال ښاغلي بوراک اونسال سره د هلمند ولایت د کجکي برېښنا بند د پاتې چارو د بشپړېدو او د ستونزو د حل په موخه د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخند زاده په افغانستان کې د ۷۷ ترکي شرکت له فعالیتونو خوښي څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ ترڅو د کجکي بند پاتې چاري پهٔ ښهٔ کیفیت سره بشپړې شي او همدار راز يې د یاد شرکت مسؤلین په هیواد کې د نورو حیاتي پروژ پلي کولو ته راوبلل.

د ناستې په دوام د ۷۷ ترکي شرکت مسؤلینو د کجکي برېښنا بند د پاتې چارو پهٔ ښهٔ شکل د ترسره کولو او د ستونزو د حل په هکله ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې د نورو بندونو جوړولو اړوند تخنیکي همکاریو ته چمتو دي.

په پای کې، دواړو لورو د چارو په چټکتیا او همغږي باندې هوکړه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۲۸
Background image

د اوبو او انرژي وزیر صاحب د ارزګان له والي سره د پراختیایي پروژو په اړه لیدنه او خبرې وکړې

 ۱۴۴۸/۴/۱۳هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۴هـ ل

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب په خپل کاري دفتر کې د ارزګان ولایت له والي محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي صاحب سره لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

بیرته تګ

User account menu