د یتیمانو پر شونډو د موسکا شیبې

mew-admin
جمعه ۱۴۰۴/۴/۲۰ - ۱۵:۵۲
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر، محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، نن د کابل ښار حبیب‌الله ځاځي تفریحي پارک ته د خاتم‌الانبیاء دارالایتام له شاوخوا ۸۰ تنه زده‌کوونکو سره د تفریح په موخه سفر وکړ. نوموړي دا سفر د خوښۍ، همدردۍ او انساني مسؤلیت یوه مهمه نمونه وبلله، ویې ویل له یتیمانو سره مینه، مرسته او لاسنیوی زموږ دیني، انساني او وجداني وجیبه ده، باید هر څوک د خپل توان مطابق د دغو ماشومانو تر څنګ ودرېږي.

همدارنګه د دارالایتام ناظم، مولوي عبدالباري احمد، د وزیر صاحب دغه انساني اقدام وستایه او ویې ویل چې دا ډول فعالیتونه نه یوازې د یتیمانو پر روحیه مثبته اغېزه کوي، بلکې د دوی د علمي او تفریحي پرمختګ لپاره هم ارزښتناک ګامونه دي.

ورته مهال د خاتم‌الانبیاء دارالایتام څخه د راغلو زده کوونکو د وزیر صاحب دغه کار وستایه او مننه يې ورڅخه وکړه، چې هر وخت د یتیمانو علمي او تفریحي برخه کې اړینه پاملرنه کوي.

د یادونې وړ ده چې "خاتم‌الانبیاء" دارالایتام د ۱۴۴۱هـ‌.ق کال راهیسې د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالي کې د الحاج محترم ملا عبداللطیف منصور له لوري جوړ شوی، څو د هغو شهیدانو یتیمان چې د دین او وطن په لار کې یې سرونه قربان کړي، له علم او تربیې څخه برخمن شي. دا مهال په دغه مرکز کې له ۱۶۰ زیات زده‌کوونکي پر زده‌کړو بوخت دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۵۹
Background image

خوست ولایت کې د اوبو رسولو دوې پروژې تر څارنې لاندې ونیول شوې

د څارنې او ارزونې ریاست تخنیکي ټیم خوست ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د اوبو او انرژي ریاست د مسؤلینو په همکاري د زنده‌خېلو او عیسی‌خېلو د اوبو رسولو پروژې تر څارنې لاندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۶:۲۵
Background image

د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو رئیس د داخلي تفتیش پلاوي سره وکتل.

د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو ریاست محترم رئیس مولوي وکیل احمد نقي د داخلي تفتیش پلاوي سره ناسته ترسره کړه.

 د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو رئیس د شفافیت ډاډ ورکړ او یاد تفتیش یې د چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۴۸
Background image

د اوبو او انرژي نوی وزیر همکارانو ته ور وپېژندل شو او په رسمي توګه یې خپله دنده پيل کړه

۱۴۰۴/۱۰/۲۴ هـ ل

محترم الحاج ملا محمدیونس آخندزاده، چې تازه د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله و رعاه د ۱۴ ګڼې فرمان د ۱۷/۷/۱۴۴۷ هـ ق پر بنسټ د اوبو او انرژي وزیر په توګه ټاکل شوی، د یو. . .

بیرته تګ

User account menu