د کاپیسا ولایت د باغدرې بند د تخنیکي مطالعاتو د چټکتیا لپاره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۳:۳۱
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د اېم، جي، اې، اېم-اېم، سي، سي چینایي شرکت له مسؤول ښاغلي سونګ سره ولیدل. په دغه ناسته کې دواړو خواوو د باغدرې بند د تخنیکي مطالعاتو د پرمختګ او د چټکتیا د لارو چارو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

دواړو خواوو د دغې پروژې د تخنیکي مطالعاتو د عملي کولو په پیل باندې خوښي وښوده او د وروستيو کړنو د ترسره کولو لپاره یې د هغه د چټکتیا په اهمیت باندې ټینګار وکړ.

د غونډې په بهیر کې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر هغوی ته د نوموړي بند د مطالعاتو د چارو د پرمخ وړلو په برخه کې د دغه وزارت له لوري د اړینو همکاريو د ترسره کولو څخه ډاډ ورکړ.

له بلې خوا د نوموړي شرکت مسؤول هم د اوبو او انرژي وزارت د ملاتړ په ستایلو سره د دغهٔ وزارت په اړوندو پروژو کې د خپلې پانګونې د پراخولو لپاره ژمنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر څه موده وړاندې د کاپیسا ولایت د باغدرې بند سیمې ته د یو سفر په ترڅ کې د دغهٔ بند د تخنیکي مطالعاتو بهیر له نږدې څخه و ارزولو او د هغه پلي کول یې په هېواد کې د انرژي د پراختیا په برخه کې یو ارزښتمن ګام وبالهٔ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

بیرته تګ

User account menu