د کاپیسا ولایت د باغدرې برېښنا بند د تخنیکي مطالعاتو چارو د پرمختګ راپور په یوه ناسته کې وړاندې شو

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۴ - ۱۵:۱۹
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب تر رهبري لاندې د دغه معینیت د یو شمېر رئيسانو او تخنیکي مسؤلینو او د چینایي ام، جې، اې، ام شرکت د مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د نوموړي شرکت مسؤلینو د باغدرې برېښنا بند د جیوفزیک او جیوتخنیک مطالعاتو چارو د پرمختګ او څرنګوالي راپور د انرژي محترم معین حضور ته وړاندې کړ.

د انرژي محترم معین د نوموړي بند د چارو پرمختګ د راپور تر اورېدولو وروسته، اړوندو مسؤلینو ته د چارو د چټکتیا په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د یادونې وړ ده، چې د نوموړې پروژې د راپور ورکونې ناستې په اونیزه توګه د انرژي په معینیت کې ترسره کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

بیرته تګ

User account menu