د کابل ښار د ځمکې لاندې اوبو د څارنیزې شبکې د څېړنې او سمون راپور په یوه پرزنټیشن کې د ځمکې لاندې اوبو سرچینو په ریاست کې وړاندې شو

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۶:۱۱
1

د کابل ښار د ځمکې لاندې اوبو سرچینو د غوره څارنې او مدیریت په موخه د ځمکې لاندې اوبو سرچینو ریاست د کابل د اوبو او انرژي ریاست په همکاري یوه تخنیکي پلاوي ته دنده سپارلې وه، ترڅو د لسو کاري ورځو په ترڅ کې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو سرچینو څارنیزې شبکې تر څېړنې او سمون لاندې راولې.

د دغې څېړنې د لاسته راوړنو له ډلې څخه کولای شو چې د ۸۲ کړیو څاګانو کورینات د سمون، د ۱۱ کړیو ستونزو لرونکو څاګانو لپاره د بدیل ټاکل، د ۱۵ کړیو بې اغېزې څاګانو حذفول، د ۵ کړیو څاګانو د ستونزې څېړل او هوارول او د سیمې له اړتیاوو سره سم د ۶۷ کړیو نوي څاګانو ټاکلو ته اشاره وکړو.

دغه اقدام د کابل ښار د اوبو سرچینو مدیریت د غوره‌والي او د ځمکې لاندې اوبو پر وضعیت باندې د لا کره څارنې په موخه ترسره شوی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

بیرته تګ

User account menu