د کابل ښار د اوبو د مدیریت په موخه د همغږي ناسته ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۸ - ۱۶:۱۴
1

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور تر مشري لاندې د ښارجوړونې ، مالیې، کلیو پراختیا او کرهڼې، اوبولګولو او مالداري  وزارتونو د معینانو او با صلاحیته استازو، د عمومي ښارواليو، د کابل ښاروالي،  د چاپېریال ساتنې ادارې ، د اوبو رسولو او د ښاري فاضلابو شرکت د استازو په ګډون ترسره شوه.

دا ناسته چې د کابل ښار د اوبو د مدیریت د هر اړخیزې طرحې د چمتوکولو په هکله د افغانستان د اسلامي امارت  د کابینې د 10/ 1 / 1444 نیټې د دوهمې ګڼې مصوبې د څلورم بند د پلي کیدو په موخه جوړه شوې وه، د کابل ښار د اوبو د مدیریت د طرحې په چمتوکولو او وروستي کولو باندې بحث او دنظر تبادله وشوه.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور په یاده ناسته کې د کابل ښار د ځمکې لاندې اوبو وضعیت د اندیښنې وړ وباله او د ټولو اړوندو ادارو څخه یې د کابل ښار د اوبو  د مدیریت په برخه کې د همکاري غوښتنه وکړه.

همدارنګه په یاده ناسته کې د اوبو او انرژي وزارت د رئيسانو له لوري له ګډونوالو سره، کابل ښاریانو ته د څښاک اوبو د برابرولو د طرحې د مسودو په هکله د شاه و عروس او شاه توت بندونو د جوړولو له لارو ،له پنجشیر څخه د اوبو لېږد او خلکو ته د اوبو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې او له اوبو څخه په بې ځایه ډول د ګټې نه اخیستنې د پوهاوي ورکولو په اړه لازم معلومات شریک شول.

د ناستې غړو هر یوه په خپل نوبت سره د کابل ښار د اوبو د مدیریت په هکله د هر اړخیزې طرحې د چمتوکولو په اړه خپل اندونه وړاندې کړل او د یادې موضوع په تړاو د بحث او د اندونو له تبادلې وروسته، د یادې طرحې د وروستي کولو په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول او د اجراآتو او منظوري لپاره د ریاست الوزرا مقام ته ولېږل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

بیرته تګ

User account menu