د چاریکار ښار د مرکزي کانال د پاکاري چارې د اووه میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲ - ۹:۱۴
1

د چاریکار ښار د مرکزي کانال شپاړس کیلومتره د پاکاري چارې د اووه میلیونه افغانیو په ارزښت د پروان مرستیال والي محترم مفتي محمد ادریس انوري، د غوربند چاریکار سیندیزې فرعی حوزې رئيس محترم انجنیر مجیب الرحمن حبیبي او د پروان ولایت د یو شمېر سیمه ییزو مسؤلینو په ګډون پیل شوې.

ښاغلي حبیبي د نوموړې کانال د چارو د پرانیست پر مهال وویل چې په دغه پروژه کې د څه باندې ۷۰۰ کسانو لپاره د کار زمینه چمتو شوې او چارې به یې د دوو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

د دغې پروژې چارې د DRC  موسسې په مالي ملاتړ پرمخ وړل کېږي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۳:۵۷
Background image

سمنگان ولایت د دره‌ صوف بالا او دره ‌صوف پایین ولسوالیو کې د کشکک او چله ‌مزار کانالونو د پروژو د کار له جریان څخه څارنه ترسره شوه

د یادې پروژې چارې شاوخوا ۵ سلنه پرمخ تللي او د پروژې په ځینو برخو کې د ۲۸۰ مترو په اوږدوالي کانکریټ اچونه ترسره شوې ده.

د کشکک او چله‌ مزار کانالونو پروژې چارې په ټولیز ډول د ۴ کیلومتر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۲۴
Background image

لغمان ولایت قرغیو ولسوالي اړوند د عزیزخان کڅ بولډروال جوړونې پروژې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئیس مولوي شیرجان راشدي د تخنیکي ټیم په ملتیا د پروژې له روانو چارو څخه نظارت او ارزونه وکړه. د لیدنې پر مهال د پروژې کیفیت، تخنیکي معیارونه او د کار پرمختګ له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۱۸
Background image

پکتیکا کې له لسو کلونو وروسته وچ کاریز بېرته فعال شو.

پکتیکا ولایت د ګومل ـ پکتیکا فرعي سیندیزې حوزې مسؤلین وایي، د یوسف‌خېلو ولسوالي د خیربین سیمې «ګاري کاریز» چې له تېرو لسو کلونو راهیسې وچ شوی وو،  په سیمه کې د وهل شوو برمو د بندولو له. . .

بیرته تګ

User account menu