د پکتيا سينديزې فرعي حوزې ریاست رئيس د جنوب ختيځ زون له مسؤلينو سره ناسته وکړه.
د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست رئیس مولوي محمد کريم فاتح د WSTA د جنوب ختیځ زون له مسؤل انجنیر سمیع الله تابش او د پکتیا ولایت ولایتي مسؤل انجنیر مطیع الله کمالپوري سره د دوی د راتلونکو پلانونو او پروګرامونو په اړه ناسته وکړه.
ښاغلي تابش د خپل دفتر پر کړنو رڼا واچواله، د خوراکي خوندیتوب پروګرام په اړه، چې د WFP نړېوالې مؤسسې له خوا یې مالي ملاتړ کیږي خپل مالومات وړاندې کړل، هغه زیاته کړه، ”د پکتیا ولایت په اتو ولسوالیو سیدکرم، څمکني، ډنډه پټان، زرمت، لجه منګل، احمدخیل، اریوب ځاځي او وزې ځدراڼ کې د خوراکي خوندیتوب پروګرام تر نامه لاندې د اوبو د تنظیم په برخه کې د کانالونو او سربندونو پاکولو او د هغوی رغولو، د کارېزونو پاکولو، د چکډمونو جوړولو او د واټر شيډ جوړولو پروژې غواړو د WFP نړېوالې مؤسسې ته د مالي ملاتړ ترلاسه کولو په موخه ورکړو “دوی همدارنګه د پروژو په ټاکلو کې ګټورتوب او اغیزمنتوب په پام کې نېول اړین وبالل او په یاده برخه کې یې له ریاست څخه د همکارۍ هېله او غوښتنه وکړه.
د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست رئیس مولوي محمد کریم فاتح راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وویل، له هغوی یې مننه وکړه، چې د هېواد بشري ځواک لپاره د کار زمینه رامنځته کوي او د هغوی له انرژۍ څخه د هېواد په ابادولو کې ګټه پورته کوي. فاتح صیب په خپله برخه کې د همکارۍ او همغږۍ ژمنه او ډاډ ورکړ.
