د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

mew-admin
1

د ۱۴۰۴ لمریز کال د وري 26 نېټې څخه تر27 نېټې پورې د هېواد د حوزو په ځينې ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل.

📡🌐  د اقلیمي بدلون منفي اغیزو، د هېواد د هوا پېژندنې ریاست او د نړیوالو هوا پیژندنې ارګانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د نسبتاً تیزو بارانونو او واوری له امله د سيلابونو راوتلو اټکل کړی چې د دغه ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتلو ډېر اټکل د (هریرود، هلمند، شمال، کابل او پنج آمو) حوزو کې او اړوند سیلبرونه شوی دی.

🎡 په ذکر شوو نېټو کې د سېلابونو د راوتلو احتمال د بارانونو او واورې د وېلې کیدلو او د اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د (غور، بادغیس، غزنی، اروزگان، جوزجان، فاریاب، سرپل، بلخ، سنمگان، غوربند، پنجشیر، لوگر،  ِلغمان، کنر، بغلان، تخار، کندزاو بدخشان) سیندونو پر لاره او د ذکر شوو ځایونو په ځینې سیلبرونو کې شتون لري.

👮👥   په همدې اساس له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې استوګن دي، په ډېر درنښت هیله کیږي، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سیلاب د راوتلو په ترڅ کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي؛ تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي او د انساني او مالي زیانونو څخه مخنیوی وشي.

يادونه: د سيلاب تر خطر لاندې سيمې په نقشه کې په نښه شوې دي

نوي اعلانونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۲۳
Background image

د پوهاوي پیغام ⚠️🚿📢💭🚦

د روان ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د غبرګولي د میاشتې له ۲۲ نېټې څخه تر ۲۳ نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينو ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل.

📡🌐 د اقلیمي . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۶:۱۵
Background image

د پوهاوي پیغام ⚠️🚿📢💭🚦

د روان ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د غبرګولي د میاشتې له ۱۴ نېټې څخه تر ۱۵ نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينو ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل.

📡🌐 د اقلیمي . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۴:۴۴
Background image

د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

د روان ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د غبرګولي د میاشتې له ۱۲ نېټې څخه تر۱۳ نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينو ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل.

📡🌐  د اقلیمي . . .

Back to announcements

User account menu