د پانګونې چارو د چټکتیا په موخه د ګلبهار انویست شرکت له مسئولینو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۱ - ۱۵:۲۷
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د ګلبهار انویست شرکت له مسئول ښاغلي حاجي ګلبهار حبیبي سره په داسې حال کې چې یو شمېر رئیسانو او تخنیکي مسئولینو هم شتون درلود، د ډبرو سکرو له سرچینو څخه د برېښنا د تولید په برخه کې د پانګونې چارو د چټکتیا په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په یاده ناسته کې د اوبو او انرژي وزارت او د یاد شرکت تخنیکي مسئولینو د خپلو مطالعاتو د پرمختګ ګزارش او د څېړنو پایلې د اوبو او انرژي وزارت له رهبري مقام سره شریکې کړې.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د تخنیکي مسئولینو د ګزارشونو تر اورېدو وروسته، د چارو د چټکتیا په موخه اړینې سپارښتنې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د لا زیاتو همغږیو په موخه دې ژر تر ژره د اوبو او انرژي وزارت، د کانونو او پطرولیم وزارت او د یاد شرکت ترمنځ ګډه ناسته ترسره شې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۵۰
Background image

جوزجان ولایت کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالي اړوند دینار کلي کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت درې پروژې چې ۹۴۰ متره اوږدوالی لري، د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي په شتون کې ګټې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۹:۴۴
Background image

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس د جوزجان له والي سره وکتل

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي او ورسره مل پلاوي د جوزجان ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له والي محترم الحاج مولوي عبدالله سرحدي سره یې وکتل.

 په دغه لیدنه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۴:۵۵
Background image

زابل ولایت کې د عمري ذخيروي بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې 75 سلنه پرمخ تللې دي

د ترنک قلات سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالکریم ذوالفقار او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ولایت د مرکز اړوند د عمري ذخيروي بند د ساتنې او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

بیرته تګ

User account menu