د هیواد 5 سیندیزو حوزو لپاره د اوبو سرچینو ارقامو راټولولو پنځه مُدلونه جوړشو.

mew-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۶/۲۶ - ۱۱:۴۷
اخبار

د اوبو او انرژۍ وزارت نن د ( د ۱۳۹۸ کال د وږی ۲۶ نیټه) د هیواد 5 سیندیزو حوزو لپاره د اوبو سرچینو ارقامو راټولولو پنځه مُدلونه د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ښاغلی انجنیر محمد گل خُلمی، د دی وزارت مرستیالونو او یو شمیر رییسانو، د کابل او پولی ‌تخنیک پوهنتونونو استادانو او د ۲۴ ملي او نړیوالو ادارو استازو په شتون سره د اوبو او انرژۍ وزارت د کنفرانسونو په تالار کې جوړشو.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د مراسمو پرانیستلو پرمهال، د دی برنامه ترسره کول یو لویه لاسته راوړنه وبلله او د نوي ټکنالوژۍ له لارې یې د هیواد سیندیزو حوزو لپاره د اوبو سرچینو ارقامو راټولولو ارزښتناک وباله.
ښاغلي خُلمی د خپلو ویناو په یوه برخه کې وویل : لکه څنګه چې د افغانانو ژوند په کرنې پورې اړه لري او اوبه د کرنې لپاره حیاتي دي نو بیا د هیواد د اوبو له مدیریت پرته په موږ ژوند کې بدلون به ونه کړي او د سیندیزو حوزو مُدلونه د جوړولو سره موږ کولی شو چی د ترلاسه شوو اقارم مدیریت کړو.
د دی برنامه په دوام، د دې وزارت د انجنیرانو لخوا چمتو شوي ماډلونه ګډونوالو ته وړاندې شو او د دی مودل پر وړاندی د فرصتونه او ننګونونه وپیژندل شو او د حل لاري او وړاندیزونه اړوندو چارواکو ته ورکړل شول.
د برنامې په بله برخه کې د میز‌گردی د کابل او پولیتخنیک پوهنتونونو استادانو او د اوبو متخصصینو په ګډون جوړ شوی و. پدی میز‌گردی کې د هیواد سیندیزو حوزو موډل جوړول او او پدې برخه کې ننګونو په اړه خبری او اتری وکړی. او د برخه اخیستونکو پوښتنو ته د پوهنتون استادانو او د اوبو متخصصینو ځوابونه وویل.
د هیواد د سیندیزو حوزو هایدروولوژیکي ماډلینګ چی د کابل، هلمند ، شمالي ، هریرود - مرغاب او پنځه امو سیندیزو حوزو شامل دی او
۳۴ سیندیزو فرعی حوزو شامل دی. چی د نړیوال کوه ها (ICI MODI) او د جاپان جایکای ادارارو د ۷ میاشتو په موده د څلور نړیوال معتبر مُدلونه د J2000 ، HEC-HMS، Throntwait او SWAT په کارولو سره د لومړي ځل لپاره د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو سرچینو ریاست لخوا جوړ شو.
د دې برنامې په پای کې، د اوبو سرچینو ریاست لس تنه انجنیرانو د اوبو او انرژۍ وزارت له مشرتابه لخوا تقدیر شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۰:۵۴
Background image

غزني ولایت کې ۸ زره اصله نیالګي ووېشل شول

د غزني ولایت د قره باغ ولسوالي د شیر آباد کلي اوسېدونکو ته د ناکو او مڼو ۸ زره اصله نیالګي ووېشل شول.

دغه نیالګي د اېف، اې، او مؤسسې له لوري د غزني سیندیزې فرعي حوزې ریاست تر څارنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۵۰
Background image

جوزجان ولایت کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالي اړوند دینار کلي کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت درې پروژې چې ۹۴۰ متره اوږدوالی لري، د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي په شتون کې ګټې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۹:۴۴
Background image

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس د جوزجان له والي سره وکتل

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي او ورسره مل پلاوي د جوزجان ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له والي محترم الحاج مولوي عبدالله سرحدي سره یې وکتل.

 په دغه لیدنه کې. . .

بیرته تګ

User account menu