غزني ولایت کې ۸ زره اصله نیالګي ووېشل شول
د غزني ولایت د قره باغ ولسوالي د شیر آباد کلي اوسېدونکو ته د ناکو او مڼو ۸ زره اصله نیالګي ووېشل شول.
دغه نیالګي د اېف، اې، او مؤسسې له لوري د غزني سیندیزې فرعي حوزې ریاست تر څارنې لاندې د نوموړي کلي اوسېدونکو ته ورکړل شول او هغوی ته د کښت په هکله اړینې لارښوونې وشوې.
