د هیواد د اوبو د ښه مدیریت کولو لپاره یو اړین ګام.

mew-admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۹ - ۱۰:۳۷
اخبار

د اوبو چارو د تنظیم قانون د پارلمان د عزتمندو استازو لخوا تصویب شو.

د هیواد د اوبو چارو د تنظیم قانون، چهارشنبه په ورځ ۰۸/۰۸/۱۳۹۸ د ولسۍ جرګې په عمومی غونډې کې په شپږ فصلونو او څلوېښت مادو کې تصویب شو.
دا اقدام به د اوبو دسرچینو ښه مدیریت رامینځته کړي ترڅو د هیواد د اوبو کنترول او ساتنه وسی او د ټولنې لپاره به تل پاته او دوامداره د اوبو خدمتونه چمتو کری ‎.
د اوبو قانون د هر اړخیز پلي کیدو په پایله کې، افغانستان به نه یوازې په اقتصادي، ټولنیز او سیاسي برخو کې د مثبتو پرمختګونو شاهد وي بلکه د اوبو دسرچینو پراختیا په مدیریت کولو کې دهیواد د بهرني وارداتو ، صنعت او نورو اړتیاوو پورې تړلومسایلو څخه وژغورل شی او د داخلي سرچینو په کارولو سره به ځان بسیا کولو په لور لارښوونه کوی.
له همدې امله د اوبو او انرژۍ وزارت مشرتابه، د پارلمان ددی ښه او تاریخی اقدام څخه درناوي کوی او دا لویه لاسته راورنه د افغانستان مجاهده ملت ته، د ملي یووالي حکومت مشرتابه په ځانګړي توګه د افغانستان د اسلامي جمهوریت محترم ولسمشرمحمد اشرف غنی ته چی یقیناً د ده د لارښونو او خاص پاملرنې پرته داسې مهمه لاسته راوړنه ناممکن وه، مبارک وايي.
همدارنګه د کابینې له درنو غړو څخه چی په دې برخه کې یې تاریخي پریکړه وکره هم مننه کوو.
همدا رنګه ، د ولسي جرګې جلالتمآب محترم رییس، اداری هیئت او د هیواد د پارلمان ټولو معززو استازو په ځانګړي توګه د طبیعي سرچینو او چاپیریال ساتنې محترم کمیسیون په خاص دول ددی کمیسیون رییس حاجی خان محمد وردک چې پدې حساس وخت کې د مسؤلیت احساس سره د هیواد د اوبو د کنټرول په لاره کې د اوبو چارو د تنظیم قانون د تصویب کولو سره یو بنسټیز ګام پورته ستاینه او قدرداني کووه .
په ورته وخت کی ، موږ د ټولو اړوندو وزارتونو او ریاستونو له درنو چارواکو او همدارنګه د اوبو د چارو په برخه کې ټولو ملي او نړیوالو همکارانو څخه د زړه له کومې مننه کوو چې د اوبو او انرژۍ وزارت سره یې مرسته کړې.
په پای کې، د اوبو او انرژي وزارت د مرستیالانو، متخصصینو، کارپوهانو د فعال ګډون چی خپل وخت یې د اوبو چارو د تنظیم قانون د مسوده چمتو کولو ته ځانګړي کړی دی. قدرداني کوی او د لوی خدای له درباره څخه د دوی لپاره لوی اجر تمنا کوووه .

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۲:۱۳
Background image

زابل ولایت کې د بیرته راستنیدونکو ښارګوټي کې د څښاک اوبو سرچینو د ټاکلو په موخه جیوفزیکي څیړنې او هایدروجیولوجیکي لومړنۍ سروې ترسره شوه

د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم د ترنک قلات سېندیزې فرعي حوزې ریاست په همغږي سره په زابل ولایت کې د بیرته راستنیدونکو ښارګوټي کې د څښاک اوبو د سرچینو د ټاکلو او تثبیت په موخه جیوفزیکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۰:۵۴
Background image

غزني ولایت کې ۸ زره اصله نیالګي ووېشل شول

د غزني ولایت د قره باغ ولسوالي د شیر آباد کلي اوسېدونکو ته د ناکو او مڼو ۸ زره اصله نیالګي ووېشل شول.

دغه نیالګي د اېف، اې، او مؤسسې له لوري د غزني سیندیزې فرعي حوزې ریاست تر څارنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۵۰
Background image

جوزجان ولایت کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالي اړوند دینار کلي کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت درې پروژې چې ۹۴۰ متره اوږدوالی لري، د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي په شتون کې ګټې. . .

بیرته تګ

User account menu