د هرات ولایت د پاشدان بند د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۴ - ۱۱:۷
1

د هریرود- مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي سید عبدالسلام مستوفي آغا او ورسره مل د هرات والي محترم شیخ السلام نوراحمد اسلام جار او د لاندني هریرود سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مفتي سردار ولي مزمل د پاشدان بند د چارو له بېلابېلو برخو څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وشوې.

د هرات والي د نوموړي بند ساحوي مسؤلینو ته د دغه بند د چارو په پرمخ وړلو کې د ولایت مقام د ملاتړ او همکاري ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د پاشدان بند پاتې چارې د اوبو او انرژي د سرپرست وزیر او د اسلامي امارت د لوړ پوړو مسؤلینو په شتون کې پرانیستل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۴۰
Background image

د جلال آباد سیندیزه فرعي حوزه کې د انرژي سروې او ارزونه د مثمریت او تحفظ انرژي او پر بام باندې د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب د امکان سنجي مطالعاتو د ترسره کولو په موخه ترسره شوه

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معینیت د پایدارې انرژي عمومي ریاست اړوند د مثمریت او تحفظ انرژي ریاست تخنیکي ټیم هر یو انجنیر عبدالله موسی زی، آمر تحفظ انرژی، انجنیر شیر زمان کریمي،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۷
Background image

لغمان ولایت کې د شهیدانو غازي باغ چکډم پروژه د نږدې درې میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالي اړوند د شهیدانو غازي باغ چکډم پروژه د ۲ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت بشپړه او د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي، د قرغیو ولسوال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۲:۲۰
Background image

لوګر ولایت کې د شولک چکډم د جوړونې چارې د نږدې شپږ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

لوګر ولایت کې د شولک چکډم د جوړونې چارې د ۵ میلیونه، ۹۳۷ زره او ۶۶ افغانیو په لګښت د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم قاري حجت الله زبیر، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم ډاکتر زین الله. . .

بیرته تګ

User account menu