لغمان ولایت کې د شهیدانو غازي باغ چکډم پروژه د نږدې درې میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۷
1

د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالي اړوند د شهیدانو غازي باغ چکډم پروژه د ۲ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت بشپړه او د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي، د قرغیو ولسوال محترم قاري حضرت ګلاب عاصم، د سیمې د مشرانو او ګڼ شمېر اوسېدونکو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

ښاغلي راشدي د نوموړې پروژې ګټې ته د سپارلو پرمهال  وویل چې د اوبو د مهار او مدیریت لپاره د ورته پروژو پلي‌کول د وخت اړتیا ده، او زیاته یې کړه چې هڅې کوو ترڅو دې ته ورته لا زیاتې بنسټیزې پروژې پلې کړو. هغه همدغه راز څرګنده کړه، چې هر کال د سېلابونو د راوتلو له امله پراخې کرنیزې ځمکې او عامه تاسیسات زیانمنېږي، خو د چکډمونو پروژو په جوړېدو سره به د دغو خطرونو مخه تر ډېره بریده ونیول شي.

دغه چکډم د ۳ زره متر مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري، چې د کرنیزو ځمکو  او  شهیدانو کانال د ساتنې، د سېلابونو د مخنیوي او د اوبو د ضایع کېدو د کنټرول په موخه جوړ شوی دی.

د نوموړې پروژې چارې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجې څخه د لغمان سیندیزې فرعي حوزې ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېدي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۵۰
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډمونو چارې ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۱/۲۸هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۳هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو رئیس او ورسره مل تخنیکي ټیم د یاد ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډمونو د چارو له بهیر څخه څارنه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۱۲
Background image

په فاریاب ولایت کې د چهلګزي چکډیم جوړونې پروژې چارې د نږدې ۳۷ زره آمریکایي ډالرو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۶ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۱ هـ ل

په فاریاب ولایت کې د چهلګزي چکډیم جوړونې پروژې چارې د شاوخوا ۳۷ زره آمریکایي ډالرو په لګښت د شیرین تګاب – میمنې فرعي سیندیزې حوزې له لورې پیل شوې.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۵۱
Background image

په لوګر ولایت کې د کمال‌خېلو کانال د څنډو د ټینګښت استنادي دېوال پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۱/۲۱هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱۶هـ ل

د لوګر فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقدیم لیاقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د مرکز اړوند پل‌علم کې د کمال‌خېلو کانال د څنډو د ټینګښت استنادي. . .

بیرته تګ

User account menu