د لغمان ولایت د اوبو او انرژي ریاست ملت ته د حساب ورکولو په برنامه کې د ۱۴۰۳ کال ترسره شوو کړنو راپور وړاندې کړ

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۵ - ۱۴:۳۳
1

د لغمان ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي ملت ته د حساب ورکولو په برنامه کې چې د لغمان مرستیال والي محترم مولوي اختر محمد مزمل او یو شمېر نورو سیمه ایزو مسؤلینو په شتون کې ترسره شوې وه، په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د دغه ریاست له لوري د ترسره شوو کړنو راپور وړاندې کړ.

 په دغه برنامه کې د ښاغلي راشدي د دغه ریاست له لوري په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د یو شمېر رغول شوو پراختیایي پروژه په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې شاهي کانال د دغه ولایت لپاره یوه حیاتي او بنسټیزه پروژه ده او چارې يې په چټکۍ سره روانې دي.

د لغمان د اوبو او انرژي رئيس د دغې برنامې په پاي کې د خبریالانو پوښتونو ته اړین ځوابونه ورکړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د دوهمې حصې بهسودو ولسوالي اړوند په دامن خلیل کلي کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

یاد. . .

بیرته تګ

User account menu