د فاریاب ولایت د یو شمېر اوسېدونکو ترمنځ د حقابې پر سر د شخړې هوارولو په هکله خبرې، اترې وشوې

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۸ - ۱۴:۴۶
1

د فاریاب ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي محي الدین مبارز او ورسره مل تخنیکي ټیم د فاریاب ولایت قیصار او چهلګزي ولسوالیو ته د نوموړو ولسوالیو له یو شمېر اوسېدونکو ترمنځ د حقابې پر سر د شخړې هوارولو په موخه سفر وکړ.

ښاغلي مبارز د نوموړو ولسوالیو له ولسوالانو او مشرانو سره د حقابې پر سر د شخړې هوارولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه او وروسته د دغې ستونزې د هوارولو په موخه یوه پنځه ماده ایزه کړنلاره چمتو شوه، چې په رعایتولو سره د باواکه محکمو د حکم تر صادريدو پورې به دغې ستونزې ته د پای ټکی کښېښودل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۶:۴۷
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۶:۴۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۴:۵۱
Background image

بیرته تګ

User account menu