د غزني ولایت د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې د څه باندې   ۱۰۹  یو سل او نهه میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت پرانیستل شوې

mew-admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۴:۴۶
1

دغه پروژه نن شنبه د ۱۴۰۴ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په ۱۴ نیټه د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د غزني والي محترم مولوي عبدالصمد جاوید، سلاکارانو، رئيسانو، قومي مشرانو او د سیمې د ګڼ شمېر اوسېدونکو په شتون کې پرانیستل شوه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په دغو مراسمو کې د سلطان بند ارزښت د اوبو د مدیریت او د کرنې د پراختیا په برخه کې حیاتي وباله.

ښاغلي منصور ټینګار وکړ، چې له نیکه مرغه د اسلامي امارت په هڅو سره په هېواد کې شرعي نظام، امنیت، اقتصادې پراختیا، قومي یووالی او د یو بل منلو فضا را منځته شوې، له همدې کبله خلک هم مسؤلیت لري، چې له دغه نظام څخه په اخلاص، اطاعت او وفاداري سره ملاتړ وکړي.

په ورته مهال، د غزني والي په دغو مراسمو کې د اوبو او انرژي وزارت کړنې وستایلې او د سلطان بند پروژه یې د اوبو د مدیریت په برخه کې یوه ارزښتناکه لاسته راوړنه وبلله.

له بلې خوا، د اوبو او انرژي وزارت د مقام سلاکار محترم ډاکټر فاروق اعظم په دغو مراسمو کې وویل، د خوښي ځای دی چې د افغانستان خلک هره ورځ د امن په فضا کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ټولګټو پروژو د پرانیستې شاهدان دي.

د یادونې وړ ده، چې په دغه پروژه کې د بند لوړوالی د دوه نیمو مترو په اندازې سره، د بند تر ګواښ لاندې سیمو د بیارغونې او ټینګښت، د پاورهاوس جوړونه، د اوبو وتلو پایپونو بیارغونه، د دروازو بیارغونه، د پرچاوو بیارغونه، د چک او کنټرول په موخه پر بند باندې د سانسورونو نصبول ، د بند پر محور باندې د لمریزو ګروپونو نصبول او د ساتونکو د ودانۍ جوړونه شامله ده، چې د یوه کال په موده کې به بشپړه شي.

د دغې پروژې په پلي کېدو سره به د بند لوړوالی له ۳۵ متره څخه ۳۷ اعشاریه ۵ متره او د ذخیرې وړتیا به یې له ۹ میلیون متره مکعب اوبو څخه ۱۳ میلیون متره مکعب اوبو ته لوړه شي، چې په ټوله کې به کابو ۱۰ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۷:۳
Background image

کونړ ولایت کې د وطلي کانال چارې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

د کونړ ولایت د اوبو او انرژي ریاست مسؤولینو د دغه ولایت په چپې درې کې د وطلي کانال د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره کړه.

د نوموړي کانال د جوړېدو چارې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیايي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۶:۴۷
Background image

د اوبو او انرژي وزارت څلور تنه رئيسان په خپلو نویو بستونو کې همکارانو ته ور وپېژندل شول

د دغو رئيسانو پېژند غونډه د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب، د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د وزارت مقام د دفتر عمومي رئيس محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز او  د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۵:۵۵
Background image

روان لمریز کال کې د هېواد په څلورو ولایتونو کې د ځمکې لاندې اوبو سرچینو معلوماتو د ثبت په موخه د ځمکې لاندې اوبو سرچینو ۸۰ پایې اتومات څارنیز سیسټمونه نصب شوي دي

د اوبو او انرژي وزارت د ځمکې لاندې اوبو ریاست د یونیسف ادارې په همکاري سره په روان لمریز کال کې په کابل، کندهار، هلمند او فراه ولایتونو کې د ځمکې لاندې اوبو سرچینو معلوماتو د ثبت په. . .

بیرته تګ

User account menu