د شمال په عمومي حوزوي ریاست او د بلخ د اوبو او انرژي ریاست کې د انرژي اغېزمنتیا او ساتنې په هکله د عامه پوهاوي برنامه ترسره شوه

MEW-Media
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۰ - ۱۶:۰
۱

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معينيت، د پایدارې انرژي عمومي رياست د انرژي اغېزمنتیا او ساتنې رياست تخنيکى ټيم هر یو انجنیر منصورالرحمن عبدالحی، انجنیر محمد فردین هاشمي، انجنیر صفي الله مشواڼي او انجنیر اسماالله مجدي د شمال عمومي حوزوي ریاست او د بلخ د اوبو او انرژي ریاست څخه لیدنه وکړه.

د دغې لېدنې پرمهال، نوموړي تخنیکي ټیم د شمال عمومي حوزوي ریاست او د بلخ د  اوبو او انرژي ریاست کارمندانو ته د انرژي اغېزمنتیا او ساتنې په هکله د عامه پوهاوي برنامه ترسره، او همدارنګه د نوموړي ریاست د تعمیر پر بام باندې د لمريزې برېښنا انرژي او د انرژي د اغېزمنتیا او ساتنې د امکان سنجي مطالعاتو سروې او ارزونه هم ترسره کړه.

‎‎په دغه برنامه کې د انرژي د سپما د مناسبو ‌لارو، چارو په هکله د شمال عمومي حوزوي ریاست او د بلخ د اوبو او انرژي ریاست له کارمندانو سره اړین معلومات شریک شول.

همدارنګه، د برنامې په دوام کې د اوبو او انرژي وزارت د پایدارې انرژي عمومي ریاست تر چتر لاندې د انرژي اغېزمنتیا او ساتنې ریاست کارمند انجنیر محمد فردین هاشمي، د انرژي اغېزمنتیا متخصص د پرزینټېشن په وړاندې کولو سره په بشپړه توګه د انرژي مدیریت، د انرژي د سرچینو ساتنې، چاپیریال ساتنې، د انرژي د سپما ارزښت او د سپما تګلارو اړوند معلومات ګډونوالو ته وړاندې کړل او د یادې برنامې د وړاندې کولو موخه یې له انرژي څخه په سمه توګه ګټه اخیستنه او عامه پوهاوی وباله.

د یادونې وړ ده، چې د انرژي سپما د عامه پوهاوي برنامې د اقتصادي کمیسیون 20/9/1445 نېټې 13 ګڼې مصوبې دوهم بند د تحقق په موخه له پلان سره سم د اوبو او انرژي وزارت له خوا مخکې له دې په څو وزارتونو او امارتي اداراتو کې ترسره شوې او په راتلونکي کې به هم دوام ومومي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د دوهمې حصې بهسودو ولسوالي اړوند په دامن خلیل کلي کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

یاد. . .

بیرته تګ

User account menu