د سلما بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د ۲۰ ورځو لپاره خوشې شوې

MEW-Media
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۵:۲۰
۱

په هغه ناسته کې چې د هرات والي محترم شیخ الحدیث نوراحمد اسلام‌جار تر رهبري لاندې د هریرود- مرغاب عمومي حوزوي رئيس محترم مولوي سید عبدالسلام مستوفي آغا، د هرات د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي سردار عزیزي، له چشت شریف څخه تر غوریان ولسوالي پورې د هریرود مسیر ولسوالیو د استازو په شتون کې د ولایت مقام د غونډو په تالار کې ترسره شوې وه، پرېکړه وشوه چې د سلما بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو او هریرود- مرغاب سیند ته د توېيدو په موخه دې د ۲۰ ورځو لپاره خوشې شي.

په دغه ناسته کې، د هرات والي د اوبو سرچینو د ارزښت او ورڅخه د معقولې ګټې اخیستنې، د اوبولګولو نوي سیسټمونو د جوړولو او د اوبو سرچینو د غوره مدیریت په موخه د جذبي څاګانو د کېندلو او میټرونو د نصبولو په هکله خبرې وکړې.

په ورته مهال، د هریرود- مرغاب عمومي حوزوي رئيس د سلما بند اوبو د عادلانه وېش او د سیمه ایزو مسؤلینو او اوبو ټولنو د همکاري په اړه خبرې وکړې.

د دغې ناستې په پای کې له ټولو کروندګرو، قومي مشرانو او اوبو ټولنو له مسؤلینو څخه غوښتنه وشوه، چې  د نظم ساتلو، د اوبو د عادلانه او اغېزمن مصرف په برخه کې له اړوندو مسؤلینو سره اړینه همکاري وکړي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د دوهمې حصې بهسودو ولسوالي اړوند په دامن خلیل کلي کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

یاد. . .

بیرته تګ

User account menu