د حصارک ولسوالي د وچخوړ کانال د سربند جوړولو او تحکیماتي پروژې تخنیکي څارنه ترسره شوه
۱۴۴۸/۶/۱۷ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۹/۷ هـ.ش
د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې ریاست د تخنیکي برخې مسؤولینو، د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (یو.ان.دی.پی) له انجنیر سره یوځای، د حصارک ولسوالۍ د وچخوړ کانال د سربند جوړولو او تحکیماتي پروژې له چارو څخه تخنیکي څارنه وکړه.
په دې پروژه کې تر اوسه پورې د ۴۵ متره په اوږدوالی تهداب کېندل شوی او د یو متر لوړوالي په لرلو سره د سربند ۴۱ متره برخه جوړه شوې ده، چې د پروژې ټولیز کاري پرمختګ شاوخوا ۸ سلنه ښودل شوی دی.
د څارنې پر مهال د اړینو تخنیکي معیارونو رعایت او د کار کیفیت ته د جدي پاملرنې سپارښتنه وشوه.
