په غزني ولایت کې د شینکي نو کاریز چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه
۱۴۴۸/۶/۳ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۲۳ هـ.ل
د غزني ولاړو اوبو سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د غزني ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي نو کاریز چکډیم پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.
د یادې پروژې چارې په بېلابېلو برخو کې په چټکۍ روانې دي او د ودانیزو معیارونو پر مراعاتولو باندې ټینګار وشو.
