د اوبو معین او نړیوالو سازمانونو د استازو په شتون کې د اوبو سرچینو د مدیریت په هکله د همغږي ناسته ترسره شوه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۵:۵۷
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده د خپل کار په دفتر کې د یوې ناستې په ترڅ کې د نړیوالو سازمانونو لکه یوناما او یونسیف له استازو سره په افغانستان کې د اوبیزو سرچینو د مدیریت او د اقلیمي بدلونونو سره د مقابلې په برخه کې د همغږیو او همکاریو د پراختیا په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه ناسته کې، دواړو لورو په اوسنیو شرایطو کې د اوبو سرچینو د مدیریت پر حیاتي ارزښت باندې ټینګار وکړ او د اوبو کموالي کړکیچ له امله د ننګونو د هوارولو په برخه کې د همکاریو پراخوالی اړین وباله.

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د اوبو په برخه کې د نړیوالو سازمانونو د ملاتړ قدرداني وکړه او د عملي برنامو د ترسره کولو په برخه کې د چټکتیا غوښتنه وکړه او ویې ویل: " د اوبیزو سرچینو کموالي ته په کتو، اړتیا ده چې دغه همکاري ډېر ژر عملي پړاو ته ورسیږي".

ښاغلي عمر آخندزاده د نیمګړو پروژو د چارو پر بیا پیل چې مخکې د نړیوال بانک، د آسیا پراختیایي بانک او نورو بنسټونو له لوري تمویل کېدې، ټینګار وکړ. هغه، همدارنګه له نړیوالو سازمانونو څخه وغوښتل چې د سترو پروژو لکه له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو لېږد او په کندهار ولایت کې د دهلې بند جوړونه چې مخکې له دغو پروژو څخه ملاتړ ته ژمن شوي وو، اړینې همکاري ترسره کړي.

له بلې خوا، د یوناما  او یونسیف استازو وویل چې په افغانستان کې د اوبو سرچینو پایداره مدیریت د هغوی له لومړیتوبونو څخه دی او په دې برخه کې به خپلې همکاري ډېرې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۶
Background image

بادغیس ولایت کې د یوه چکډم پروژه د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۶هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱ هـ ل

د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالي د زوپدې کلي چکډم پروژه د ۱ میلیون، ۷۸۶ زره او ۷۸۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاد چکډم د ۲۳.۴ . . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

بیرته تګ

User account menu