د اوبو حیاتي مادې څخه په آګاهانه ډول د ګټې اخیستنې په موخه دوام داره هڅې

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۵ - ۱۲:۳۹
1

د اوبو او انرژي وزارت د کارمندانو لپاره کوم درې ورځنی د عامه پوهاوي پروګرام چې  د اوبو د مدیریت، په سمه توګه ورڅخه ګټه اخیستنه او د اوبو د سپما په موخه په لاره اچول شوی وو، پای ته ورسېده.

په یاد پروګرام کې، د اوبو او انرژي وزارت کارمندانو ته  د ځمکې لاندې اوبو سرچینو د وضعیت،  په ورځني ډول د اوبو سرچینو د کمښت د لاملونو، د یادې حیاتي مادې څخه په ناسمه توګه ګټه اخیستنه او په ورځني ډول ور څخه د ګټې اخیستنې د سپما په لاروچارو باندې د ویناوو او بشپړ پرزنټیشنونو په وړاندې کولو سره، لازم معلومات وړاندې شول.

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو سرچینو او د اوبو د تنظیم چارو عمومي ریاستونو مسؤلینو د دې پروګرام د پراختیا څخه خبر ورکړ او ویې ویل ، ټاکل شوې ده چې په راتلونکي کې به  د اوبو د سپما په هکله د عامه پوهاوي پروګرام په مسجدونو، مدرسو، ښوونځیو او پوهنتونونو کې ترسره شي،ترڅو ټول خلک د اوبو  سرچینو د وضعیت څخه معلومات ترلاسه کړي او هر څوک د دې ارزښتناکه  مادې په سپما کې خپل ځان مسؤل وګڼي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۴۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې ۳۳ سلنه پرمخ تللې دي

 

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه ده، چې په هغه ولایت کې د اوبیزو سرچینو د غوره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

بیرته تګ

User account menu