د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ښاغلی انجینر محمد ګل خُلمی د ایران اسلامي جمهوریت د لوړ پوړي پلاوي سره لیدنه او خبرې اتری وکړې.

mew-admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۷ - ۹:۴۷
اخبار

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست سره د ایران اسلامي جمهوریت د انرژي وزیر او د لوړ پوړو پلاوی ګډې ناستې په دوام چی د روان کال د زمري میاشتې په «۱۰» نېټه ترسره شوی وو؛ د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د ایران اسلامي جمهوریت د انرژۍ وزارت مرستیال او یو شمیر نورو چارواکو سره لیدنه او خبرې اتری وکړئ.
په دغه غونډه کې چې نن د دې وزارت په مرکزي دفتر کې جوړه شو، دواړو لوریو د انرژۍ او اوبو په سکتورونو کې د حکومتي همکاریو ګډ کمیسیون په اره ژمنه وکړئ.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ښاغلی انجینر محمد ګل خُلمی وویل چی دي غوندې د دواړو هیوادونو د ګډ کلتور او ژبې له کبله خورا مؤثره کیدی شي هغه زیاته کره چی ایران د انرژۍ او د اوبو همکاریو په برخه کې یو ښه همکار دی.
همدارنګه د ایران اسلامي جمهوریت د انرژۍ وزارت مرستیال ښاغلی انجینر حایری په افغانستان کې د انرژۍ د لوړې ظرفیت په اړه یادونې وکر او د دواړو هیوادونو تر منځ د انرژۍ سکتور پراختیا او د برښنا تولید زیاتوالي په برخه کې د همکاریو دوام اغیزمن وبله.
په پای کې دواړو لوریو د انرژۍ او اوبو په برخو کې د هر اړخیزو همکاریو ټینګار وکړې. .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۴:۴
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د غزني ولایت د سلطان ذخیروي او اوبولګولو بند څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او ورسره مل د دغه وزارت د انجنیري چوپړتیاوو او اوبو تاسیساتو عمومي رئيس محترم انجنیر اسدالله عمار غزني ولایت ته سفر وکړ او په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۲۹
Background image

زابل ولایت کې یوه تحکیماتي پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د زابل ولایت د شېنکي ولسوالي اړوند ګیرو سیمه کې یوه تحکیماتي پروژه د ۴ میلیونه، ۸۵۷ زره او ۵۳ افغانیو په لګښت بشپړه او د سیمه‌ایزو مسؤلینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

نوموړې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۸
Background image

غزني ولایت کې د زرد آلو ذخیروي او اوبولګولو بند جیولوجیکي څېړنې ترسره شوې

د غزني ولایت په قره باغ ولسوالي کې د زرد آلو ذخیروي او اوبولګولو بند ساحوي جیولوجیکي څېړنې د یوه کورني شرکت، د اوبو انرژي وزارت د څېړنو ریاست او د غزني سیندیزې فرعي حوزې ریاست د تخنیکي. . .

بیرته تګ

User account menu