د اوبو او انرژي وزارت کې د "برېښنا انرژي د لینونو د ترانسمېشن ډیزاین د بېلابېلو پړاونو" تر عنوان لاندې د وړتیا لوړونې برنامه ترسره شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۴:۲۸
minister

د کارمندانو د وړتیا لوړونې برنامو د لړۍ په دوام کې، دغه یوه ورځنۍ ښوونیزه برنامه د "برېښنا انرژي د لینونو د ترانسمېشن ډیزاین د بېلابېلو پړاونو" تر عنوان لاندې د اوبو او انرژي وزارت د عمومي مالي او اداري ریاست تر چتر لاندې د کارکوونکو د چارو ریاست له لوري، د برېښنا انرژي د چوپړتیاو د تنظیم عمومي ریاست په مرسته ترسره شوه.

په دغهٔ برنامه کې د وزارت د انرژي د برخي لسګونه تنو انجینرانو ګډون کړی او د اړوندې موضوع په اړه یې اړینې زړه کړې ترلاسه کړې.

د یادونې وړ ده، چې د دغه ډول برنامو جوړول د دغه وزارت د کارمندانو د کړنو د غوره‌والي او د چوپړتیاوو وړاندې کولو په برخه کې اغېزمن رول لري او د دغه وزارت د کارکوونکو چارو د ریاست له لوري به یې ترسره کول دوام ومومي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۴:۴۶
Background image

په کندز ولایت کې د نقي کانال د بیارغونې او  بنسټیزې رغونې پروژې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۲۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۱۸هـ.ل

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو په کندز ولایت کې د نقي کانال د بیارغونې او بنسټیزې رغونې پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد کانال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۴:۲۲
Background image

په تخار ولایت کې د ګنج‌علي کانال د پاک‌کاري د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۲۷ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۱۷هـ.ل

د تالقان سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د تالقان ښار اړوند د ګنج‌علي کانال د پاک‌کاري د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او د کانال د پاک‌کاري پر اهمیت،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۲:۳۹
Background image

په سمنګان ولایت کې د سولې کارتې سیمې د تحکیماتي دېوال پروژې چارې ۴۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۲۷ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۱۷هـ.ل

د خلم – ایبک سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ایبک ښار اړوند د سولې کارتې سیمې د تحکیماتي دېوال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او د تخنیکي. . .

بیرته تګ

User account menu