د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر په افغانستان کې د یونسیف د ادارې د اوبو څانګې له مسؤل سره وکتل

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۳ - ۱۵:۱۳
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور نن له غرمې مخکې د خپل کار په دفتر کې په افغانستان کې د یونسیف د ادارې د اوبو څانګې له مسؤل ښاغلي Dominique Porteaud  سره وکتل او کابل ښاریانو ته د څښاک اوبو د چمتو کولو، له پنجشیر سیند څخه کابل ته د اوبو لېږد د پروژې، او په کابل ښار کې د ځمکې لاندې اوبو د پياوړتیا په هکله بحث او دنظر تبادله وکړه.

په یاده لیدنه کې، په افغانستان کې د یونسیف د ادارې د اوبو څانګې مسؤل د اوبو او انرژي وزارت سره په کابل ښار کې د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا په برخه کې، له پنجشیر سیند څخه کابل ته د اوبو د لېږد په پروژه کې د بهرنیو موسساتو د پانګونې د جلبولو، د بندونو او چکډمونو د جوړولو او  د اوبو په څانګه کې د تګلارو جوړولو او د اوبو د مدیریت په برخه کې خپله همکاري څرګنده کړه.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د یادې ادارې له همکاري څخه په یادو برخو کې خوښۍ څرګنده کړه او د اوبو او انرژي وزارت د پلانونو په هکله د بندونو او چکډمونو په برخه کې هر اړخیز معلومات د یادې ادارې له مسؤل سره شریک کړل او له هغه څخه یې و غوښتل، چې د اوبو بندونو او چکډمونو په برخه کې هم له دې وزارت سره همکاري وکړي.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور په هېواد کې د سرتاسري امینت ته په اشارې سره زیاته کړه، چې د افغانستان د اسلامي امارت د حاکمیت په ټینګیدو سره په ټول افغانستان کې امنیت ټینګ شوی او له هغه څخه یې و غوښتل، چې د شاه توت- للندر د اوبو بند او د  نورو بندونو په جوړولو کې هم له دې وزارت سره همکاري وکړي.

د یادې لیدنې په پای کې، د یونسیف د ادارې د اوبو څانګې مسؤل د اوبو او انرژي وزارت سره د نږدې همکاري او د اوبو بندونو او چکډمونو د جوړولو لپاره د بهرنیو دونرانو د جلبولو په برخه کې د هر اړخیزې همکاري ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۶
Background image

بادغیس ولایت کې د یوه چکډم پروژه د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۶هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱ هـ ل

د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالي د زوپدې کلي چکډم پروژه د ۱ میلیون، ۷۸۶ زره او ۷۸۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاد چکډم د ۲۳.۴ . . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

بیرته تګ

User account menu