د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر، د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر او د ترکیې هېواد سفیر ګډه ناسته ترسره کړه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۶ - ۹:۳۵
1

دا ناسته د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور، د اقتصاد وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي قاري دین محمد حنیف او د ترکیې هېواد سفیر ښاغلي جهاد ارګینای په ګډون ترسره شوه.

یاده ناسته چې د هلمند ولایت د کجکي بند په ساحه کې ترسره شوې وه، درې واړه لورو په پیل کې د کجکي بند د دوهم فاز  پلي کول او د دې سترې پروژې د پرانیستې په مناسبت یو بل ته او د افغانستان ټول ملت ته مبارکي وړاندې کړه.

د یادې ناستې په دوام کې، د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د ترکیې هېواد د همکاریو د قدردانۍ ترڅنګ د دې همکاریو د دوام غوښتنه وکړه او د عامه المنفعه پروژو د عملي کولو  لپاره یې په لازیاتو ګډو همکاریو باندې ټینګار وکړ.

د ناستې په دوام کې، د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر هم د دواړو هېوادونو  ترمنځ  د ګډو همکارویو د اهمیت په هکله خبرې وکړي او  په افغانستان کې د اقتصادي پروګرامونو د پلي کولو په برخه کې يې له ترکیې هېواد څخه د لازیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې، د ترکیې سفیر د کجکي بند د ۱۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید د دستګاه د کار په بریالیتوب د خوښۍ په څرګندولو سره په افغانستان کې د عامه المنفعه پروژو د پلي کولو او د اقتصادي پراختیا د پروګرامونو  د پلي کولو په برخه کې د لا زیاتو همکاریو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

بیرته تګ

User account menu