د اوبو او انرژي وزارت سرپرست د چینایي شرکت (ایم سي سي ،ایم جي ایم) له رئیس سره د باغدرې بند د مطالعاتي پروژې د پرمختګ او د همکاریو پراخولو په اړه خبرې اترې وکړې.

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۸:۴۲
1

محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د اوبو او انرژي وزارت سرپرست، په خپل دفتر کې د چینایي شرکت (ایم سي سي ،ایم جي ایم )رئیس ښاغلي وانګ جیچین سره وکتل او د باغدرې د برېښنا بند د مطالعاتي پروژې د پرمختګ او د دواړو لوریو ترمنځ د همکاریو د پراخوالي په اړه یې بحث وکړ.

په دې لیدنه کې، د (ایم سي سي) شرکت رئیس د اوبو او انرژي وزارت له همکارۍ څخه، په ځانګړې توګه د باغدرې د برېښنا بند د تخنیکي مطالعاتو د پرمختګ په برخه کې مننه وکړه او یادونه یې وکړه چې د دې بند جیوتخنیکي او جیوفزیکي مطالعات په ښه توګه روان دي.

نوموړي زیاته کړه چې د MCC شرکت هوډ لري چې هممهاله له مطالعاتو سره د بند د ساختماني کارونو د پلي کولو قرارداد هم له وزارت سره لاسلیک کړي.

همداراز د یاد شرکت رئیس د شاتوت للندر بند د پلي کولو په برخه کې د پانګونې لیوالتیا هم څرګنده کړه.

په ورته وخت کې د اوبو او انرژي وزارت سرپرست یاد شرکت ته د لازمې همکارۍ ډاډ ورکړ او د باغدرې برېښنا بند د اهمیت په یادولو سره یې د تخنیکي مطالعاتو پر چټکتیا ټینګار وکړ.

ښاغلي منصور همداراز د یاد شرکت د شاتوت للندر بند د پانګونې په لور لیوالتیا وستایله او وړاندیز یې وکړ چې د پانګونې د چارو د همغږۍ لپاره دې د دواړو لوریو ترمنځ د همکارۍ تفاهمنامه لاسلیک شي او د تفاهمنامې له مخې دې عملي ګامونه واخیستل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د دوهمې حصې بهسودو ولسوالي اړوند په دامن خلیل کلي کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

یاد. . .

بیرته تګ

User account menu