د اوبو او انرژي وزارت د رهبري ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور تر رهبري لاندې د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب، سلاکارانو، عمومي رئيسانو او د دغه وزارت د یو شمېر نورو مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.
په دغه ناسته کې، د اوبو او انرژي پراختیایي پروژو په برخه کې د دغه وزارت له پراختیایي بودجې څخه پر موخو ولاړو او اغېزمنو لګولو د څرنګوالي په ځانګړې توګه د انرژي د تولید، وېش او پراختیا، د ذخیروي او برېښنا تولید بندونو د جوړولو او په هېواد کې د اوبو مدیریت د غورهوالي په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د اړوندو رئيسانو له لوري د پروژو د لومړیتوبونو په هکله د وړاندې شوو راپورونو او اطلاعاتو تر ارزولو وروسته، اړوندو مسؤلینو ته له پراختیایي بودجې څخه د غوره ګټې اخیستنې په موخه اړینې لارښوونې وکړې.